چين د امريکا څخه د نويو ګمرکي تعرفو د لغوه کولو غوښتنه وکړه

د چين د سوداګرۍ وزارت له متحده ایالاتو غوښتي چې د دغه هېواد د سترې محکمې د حکم له اعلان وروسته، د تعرفو په پالیسۍ کې له سره کتنه وکړي او یو اړخیزې ګمرکي کړنې ودروي. دا غوښتنه وروسته له هغه مطرح شوې چې د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د وارداتو تعرفې زياتې شوې. د نړيوالو رسنيو د راپورونو له مخې، د امريکا سترې محکمې د جمعې په ورځ هغه تعرفې لغوه کړې چې مخکې ټرمپ وضع کړې وې. دغه پرېکړه له څو مياشتو څېړنې وروسته صادره شوه او د حکومت د هغه غوښتنې ملاتړ يې ونه کړ چې غوښتل يې ګمرکي تعرفې د يو ځانګړي ميکانيزم له لارې پلي کړي. سره له دې حکم، د امريکا ولسمشر اعلان وکړ چې د ټولو هېوادونو پر وارداتو تعرفې له ۱۰ سلنې څخه ۱۵ سلنې ته لوړه وي. ده په «تروث سوشيال» نومې ټولنيزې شبکې کې په يو پيغام کې وليکل چې دا پرېکړه يې د سترې محکمې د حکم له پوره ارزونې وروسته کړې او دا يې د ولسمشرۍ د قانوني صلاحيت په چوکاټ کې بللې. ټرمپ په خپل پيغام کې ځينې هېوادونه تورن کړل چې د لسيزو په تېرېدو سره يې له متحده ایالاتو څخه ناوړه ګټه پورته کړې ده. د تعرفو زياتوالی کولای شي د امريکا د سوداګريزو اړيکو پر اقتصادي شريکانو اغېز ولري، چې اوس يې چين هم رسمي غبرګون ښودلی دی.




