چین له طالبانو غوښتي چې د خپلو اتباعو امنیت خوندي کړي

د کابل ښار په يوه هوټل کې د چينايي اتباعو د مېشتېدو پر ځای د چاودنې له رامنځته کېدو وروسته، د چين حکومت له طالبانو غوښتي چې د چينايي اتباعو، پروژو او بنسټونو د امنیت د ساتنې بشپړه او جدي مسؤليت پر غاړه واخلي.
د چين د بهرنیو چارو وزارت د سهشنبې په ورځ (د جدي ۳۰مه) په يوه خبري ناسته کې اعلان وکړ چې دا غوښتنه په رسمي توګه طالبانو ته سپارل شوې او بيجینګ تمه لري چې د ورته پېښو د تکرار د مخنيوي لپاره سملاسي او مؤثر اقدامات وشي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په دې چاودنه کې یو چينايي تبعه وژل شوی او پنځه نور ټپيان شوي دي. د چين د بهرنیو چارو وزارت له طالبانو غوښتي چې د ټپيانو د درملنې بهیر په بشپړ او مسؤلانه ډول وڅاري.
دغه پېښه یو ځل بيا د افغانستان د امنيتي وضعیت او د طالبانو د ادارې د وړتیا په اړه پوښتنې او اندېښنې راپورته کوي، چې آيا دوی کولای شي له ديپلوماتانو، پانګهوالو او بهرنیو اتباعو څخه بشپړه ساتنه وکړي که نه. دا موضوع په وروستيو مياشتو کې د یو شمېر هېوادونو له لورې د جدي ننګونې په توګه وړاندې شوې ده.




