چين له طالبانو وغوښتل چې د يوناما د ښځينه کارکوونکو د کار بنديز لغوه کړي

د ملګرو ملتونو د سازمان په شورا کې د چين دايمي استازي فو کونګ له طالبانو غوښتنه کړې چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموريت (يوناما) په تاسيساتو کې د افغان ښځينه کارکوونکو د کار او حضور بنديز پای ته ورسوي او د نړيوالو ماموريتونو د عادي فعاليت زمينه برابره کړي. نوموړي ټينګار وکړ چې د طالبانو د ادارې او نړيوالې ټولنې ترمنځ همکاري د افغانستان د ثبات او دوامداره پرمختګ لپاره اړينه ده.
د چين سفير د دوشنبې په ورځ، د حوت په ۲۵مه، د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په غونډه کې وويل، هېواد يې په افغانستان کې د يوناما د هڅو ملاتړ کوي. د ده په وينا، د ښځو پر کار دوامدار محدوديتونه نه يوازې د بشردوستانه مرستو بهير ګډوډوي، بلکې د افغانستان پر نړيوالو اړيکو هم منفي اغېز کوي؛ يو موضوع چې څو ځله د نړيوالو بنسټونو له انتقادي غبرګونونو سره مخ شوې ده.
فو کونګ همداراز له مرسته کوونکو هېوادونو وغوښتل چې مالي مرسته له افغانستان سره بېرته پيل کړي او د افغانستان د مرکزي بانک کنګل شوې شتمنۍ خوشې کړي. نوموړي څرګنده کړه چې د اقتصادي حالت د ښه والي او د بشري ناورين د مخنيوي لپاره منسجم او مسوولانه نړيوال اقدامات اړين دي.
د چين سفير د ښځو او نجونو پر اساسي حقونو د وضع شويو محدوديتونو اندېښنه څرګنده کړه او له طالبانو يې وغوښتل چې هغه تګلارې ته ستانه شي چې د ښځو د مشارکت او برابري ضمانت کوي. د تېر له څلورو کلونو راهيسې د طالبانو د ادارې پاليسۍ د ښځو د زده کړو، کار او ټولنيزې ونډې په اړه له پراخ کورني او بهرنيو انتقادونو سره مخ شوې او دا د نړيوالې ټولنې سره د عادي اړيکو د ټينګښت يوه مهمه مانع ګرځېدلې ده.
هغه همداراز د افغانستان په خاوره کې د ترهګريزو ډلو شتون او فعاليت د سيمه ييزې او نړيوالې سولې او امنيت لپاره ګواښ وبللو او له طالبانو يې وغوښتل چې د دغو ډلو د مهار لپاره قاطع او عملي ګامونه پورته کړي.
د فو کونګ په وينا، د يوناما د ماموريت درې مياشتنی تمديد يوه ښه موقع ده تر څو د افغانستان وضعيت له نږدې وڅېړل شي او د دغه هېواد د راتلونکي په اړه مسوولانه پرېکړې وشي. دا اقدام د متحده ملتونو د رول د پياوړتيا او د افغانستان د کړکېچ د سياسي حل د موندلو په موخه عنوان شوی دی.




