مهم خبرونهنړیوال

په غزه کې د جګړې د پاتې شونو د پاکولو پراخ کمپاین پیل شو

په غزه کې تر دوو کلونو ویجاړونکي جګړې وروسته، یو شمېر اوسېدونکو د ملګرو ملتونو او محلي بنسټونو په همکارۍ د ویجاړو شوو سیمو د بیا رغونې او د جګړې د نښو د پاکولو پراخ کمپاین پیل کړی دی.

امجد الشوا، چې د فلسطیني غیر دولتي سازمانونو د شبکې مشر دی، وايي چې د بحران مدیریت مسلکي ټیمونه ساحې ته تللي دي تر څو تر ۶۰ میلیونه ټنه زیاتو خاورو، کورونو، تاسیساتو او زیربناوو ته رسېدلی زیان راټول کړي او پاک یې کړي. نوموړي زیاته کړه، دا کمپاین د داوطلبانو له لوري د دې لپاره پیل شوی چې خلکو ته هیله بېرته ورکړل شي او غزه تر پخوا ښه جوړه شي.

په دې کمپاین کې لسګونه داوطلبان، د ملګرو ملتونو ځایي کارکوونکي او د غزې اوسېدونکي له بنسټیزو وسایلو سره برخه لري. ملګرو ملتونو درنې ماشینرۍ او لارۍ هم برابرې کړي‌ چې د جګړې د پاتې شونو د سړکونو له منځه ژر لیږد ته چټکوالی ورکړي.

الساندرو ماراکیک، چې د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام یو چارواکی دی، ویلي چې د دې سازمان قوتونه د فلسطیني بنسټونو او سیمه‌ییزو مقاماتو تر څنګ فعالیت کوي. هغه ټینګار کړی چې د هغوی ماموریت د خلکو د کرامت بېرته راژوندۍ کول او د بیا ژوند شرایط برابرول دي. د هغه په وینا، هغو کسانو ته ځانګړې پاملرنه شوې چې د جګړې پر مهال د غزې په سیمه کې پاتې وو یا له جنوبي سیمو تازه راستانه شوي دي.

سره له دې چې له روان کال د اکتوبر ۱۰مې راهیسې د امریکا په منځګړیتوب د حماس او اسراییلو ترمنځ ډزبندۍ اعلان شوې، خو په غزه کې وضعیت لاهم کړکېچن دی. د رفح ښار او نورو سیمو په ګډون، د دې ځمکې له نیمایي زیاته برخه لا هم د اسراییلي ځواکونو تر کنټرول لاندې ده.

د بشري مرستو بنسټونو د راپور له مخې، د غزې بیا رغونه پراخو مالي سرچینو ته اړتیا لري او د دې پروسې لګښت نږدې ۷۰ میلیارده ډالره اټکل شوی. د بشري وضعیت دوام، او د امنیت او زیربناوو نه شتون، د نړیوالې ټولنې او اړوندو ادارو د مسؤولیتونو په اړه جدي پوښتنې راپورته کړي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button