د چین سفیر د مس عینک د پروژې د چټکتیا غوښتنه وکړه

د چین د خلق جمهوریت سفیر په کابل کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او پروګرامونو له مرستیال عبدالرحمن قانت سره په یوه رسمي لیدنه کې، د مس عینک پروژې د تطبیق د بهیر د چټکتیا پر اړتیا ټینګار وکړ.
د دغه وزارت لهخوا خپره شوې خبرپاڼه وايي چې په دې ناسته کې د چین د چارواکو یوه پلاوي هم ګډون درلود. د چین سفیر د دوه اړخیزې همکارۍ پر دوام، په ځانګړي ډول د کانونو د استخراج په برخه کې، په ځانګړي ډول د مس عینک په پروژه ټینګار وکړ او د خپل هېواد طرحې او وړاندیزونه یې له طالبانو سره شریک کړل.
د چین استازي ژمنه وکړه چې د خپله دولت به په همغږۍ سره له طالبانو د کانونو له وزارت سره همکار شي او ژر به د مس عینک د پروژې اجرایي چارې پیل کړي. خو تر دې دمه د پروژې د عملي کولو دقیق جزئیات یا د پیل نېټه نه ده څرګنده شوې.
عبدالرحمن قانت په دې لیدنه کې وویل، د طالبانو د کانونو وزارت تیار دی چې د موجوده قوانینو او طرزالعملونو په چوکاټ کې همکاري وکړي او ټینګار یې وکړ چې د دې پروژې په پرمختګ کې باید د دواړو هېوادونو ګټې په پام کې ونیول شي.
د مس عینک د مسو استخراج پروژه د افغانستان له سترو معدني طرحو څخه ده چې د لوګر ولایت د محمدآغه ولسوالۍ په سیمه کې موقعیت لري. دغه پروژه له څو کلونو راهیسې د امنیتي، حقوقي او مدیریتي ستونزو له امله بنده پاتې ده، او اوس طالبانو هڅه پیل کړې چې دا پروژه د چین په همکارۍ بېرته فعاله کړي.
خو لا هم د شفافیت، د چاپېریال ساتنې اصولو ته د پاملرنې او د طبیعي منابعو د اصولي بهرهبردارۍ په اړه اندېښنې موجودې دي.




