مهم خبرونهنړیوال

چین: د افغانستان او پاکستان ترمنځ باید کړکېچونه د خبرو له لارې حل شي

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند په يوه خبري ناسته کې ويلي چې پېکنګ هيله لري، افغانستان او پاکستان به روان اختلافونه او کړکېچونه د متقابل تفاهم او خبرو اترو له لارې حل کړي. نوموړي ټینګار وکړ چې د سیمې ثبات او آرامي د ټولو ګاونډیو هېوادونو په ګټه ده او چين به له هر هغه بهیر ملاتړ وکړي چې د کړکېچ د کمېدو او د همکاریو د پیاوړتیا لامل شي.

دغه چینايي چارواکی زیاتوي، هېواد یې چمتو دی چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د باور جوړونې فضا رامنځته کولو او خبرو اترو د اسانولو په برخه کې خپل رغنده رول ته ادامه ورکړي. په وروستيو کلونو کې چين هڅه کړې چې د ديپلوماتيکو نوښتونو له لارې د منځنۍ او جنوبي آسيا هېوادونو ترمنځ اړيکي پياوړې کړي.

د افغانستان او پاکستان تر منځ شته اختلافونه زياتره د ډيورنډ کرښې پر سر د تګ راتګ او سرحدي مسايلو پورې اړه لري. سره له دې چې د طالبانو اداره هم له پاکستان سره پر مستقيم تعامل ټينګار کړی، خو د يو واضح ديپلوماتيک چوکاټ نشتوالي د دواړو خواوو ترمنځ بې‌باوري لاهم پر ځاى پرېيښې ده. څېړونکي باور لري چې د دې حالت دوام کولای شي د سيمې امنیتي وضعیت او سوداګري له ستونزو سره مخ کړي او د چين منځګړتوب هم ګران کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button