اقتصادمهم خبرونه

په نړيوالو بازارونو کې د کيمياوي سرې بيه د ۲۰۲۲ کال د سپتمبر له راهيسې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې

د کيمياوي سرو بيې په نړيوالو بازارونو کې د ۲۰۲۲ کال د سپتمبر له مياشتې راهيسې تر ټولو لوړې درجې ته رسېدلې دي؛ دا زياتوالی د منځني ختيځ د جګړې له دوام سره هم‌مهاله ثبت شوی او د دې جګړې د اغېزو په اړه د خوراکي توکو د بازار اندېښنې زياتې کړي دي.

د راپورونو له مخې، د دې توکي بيه د منځني ختيځ د جګړې له پيل راهيسې تر اوسه ۴۴ سلنه لوړه شوې ده. د بازار کارپوهان وايي، اصلي لامل يې د لېږد د لارو ګډوډي او د عرضې د کمېدو وېره ده.

شاوخوا يوه درېيمه برخه د نړۍ د کيمياوي سرو عرضه د هرمز تنګي له لارې ترسره کېږي؛ دا يو ستراتيژيک مسير دی چې هر ډول تاوتريخوالی يا محدوديت پکې کولای شي د نړيوالې تدارکاتي ځنځير ستونزې زياتې کړي.

د دې بهير دوام ښايي په راتلونکو اوونيو او مياشتو کې د کرنيزو محصولاتو د توليد لګښتونه نور هم لوړ کړي او په پايله کې د خوراکي توکو پر بيو د انفلاسيوني فشار لامل شي. دا حالت د هغو هېوادونو لپاره چې اقتصادونه يې نازک دي او له وارداتي توکو پورې تړلي، د اندېښنې وړ بلل کېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button