مهم خبرونهنړیوال

د چمن اوسېدونکو نوی لاريون د سپين بولدک لارې پر محدودیتونو

د ديورند کرښې هغې غاړې ته د چمن ښار اوسېدونکو يو ځل بيا د سپين بولدک – چمن د لارې پر محدودیتونو پراخ اعتراضي تحصن پيل کړی دی. معترضین غوښتنه کوي چې د تګ راتګ دغه لار باید د پخوا په شان، بې له پاسپورټ او وېزې، پرانيستې وي او د هغه قبایلو حقوق باید وساتل شي چې د دې کرښې دواړو غاړو ته مېشت دي.

د چمن د تحصن وياند صديـق خان اچکزي رسنيو ته ويلي دي چې نن (جمعه) د ملت‌پالو ګوندونو سیمه‌یز مشران، ځوانان او زرګونه د چمن اوسېدونکي د دې تحصن د بيا اعلان غونډې ته راغلي وو. د ده په وينا، دا اعتراضي تحرک د هغو دوامدارو محدودیتونو پر وړاندې دی چې د دواړو غاړو خلکو ورځنی ژوند او سوداګري له ستونزو سره مخ کړې ده.

معترضین ټينګار کوي چې د دې پولي دواړو غاړو اوسېدونکي باید وکولای شي لکه د پخوا په شان یوازې د تذکرې او ملي پېژندپاڼې په مټ تګ راتګ او راکړه ورکړه وکړي. هغوی وايي چې ډېری کورنۍ د ديورند کرښې دواړو غاړو ته د خپلوۍ اړیکې لري او نوي محدودیتونه یې پر ټولنیزو او اقتصادي اړیکو منفي اغېزه کړې ده.

د سپين بولدک – چمن لاره د افغانستان او پاکستان ترمنځ له مهمو تجارتي او ترانزيټي لارو شمېرل کېږي. په وروستيو کلونو کې د طالبانو اداره او پاکستاني لورې له خوا پرله‌پسې محدودیتونه لګېدلي چې له امله يې دا لاره څو ځله تړل شوې او خلکو اعتراضونه کړي دي؛ هغه موضوع چې تل د ځایي اوسېدونکو او سوداګرو له انتقاد سره مل شوې ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button