اقتصادمهم خبرونه

د افغانستان بانک د يوناما او UNDP له استازو سره د بانکي ظرفيت‌سازۍ پر سر خبرې کړې

د افغانستان مرکزي بانک ويلي چې د دې ادارې لومړي مرستيال صدیق‌الله خالد د يوناما له مرستيال اندريکا راتوات او د ملګرو ملتونو د پرمختيايي پروګرام (UNDP) له مشر استيفن رودريګز سره ليدلي او د بانکي او مالي چارو په برخه کې د ګډ کار يو چوکاټ جوړولو په اړه یې بحث کړی دی.

د مرکزي بانک په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې ناستې موخه د يو پروګرام د پلي کولو د همغږۍ رامنځته کول دي، تر څو د هېواد په بانکي نظام کې د ظرفيت‌سازۍ بهير په منظم ډول پرمخ ولاړ شي. د يادې ادارې په وينا، په دې چوکاټ کې به تخنيکي همکارۍ پياوړې شي.

د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، د دې ګډ ميکانيزم له لارې به تخنيکي مرستې او د نړيوالو او کورنيو ادارو فعالیتونه د يو مشخص جوړښت په چوکاټ کې سره يوځای شي، څو د پروګرامونو له ګډوډۍ څخه مخنيوی وشي.

يوناما او د ملګرو ملتونو د پرمختيايي پروګرام UNDP هغه فعالې ملګري ملتونو ادارې دي چې په افغانستان کې د تخنيکي او انکشافي چارو په برخه کې همکاري کوي. د طالبانو تر ادارې لاندې د بانکي نظام له ستونزو سره په تړاو، تمه کېږي چې د فني مرستو د لګښت شفافيت او د دې چوکاټ عملي لاسته راوړنې به په روښانه توګه له ولس سره شريکې شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button