سنتکام له سوریې څخه عراق ته د داعش بندیانو لېږد پيل کړی

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ یا سنتکام ویلي چې د داعش ډلې د بندیانو د انتقال ماموریت له شمال ختیځ سوریې څخه عراق ته رسماً پیل شوی دی؛ دغه اقدام د بندیانو د تېښتې د مخنیوي او د امنیتي ګواښونو د کمولو په موخه ترسره کېږي.
د سنتکام د اعلامیې له مخې، دا ماموریت د چهارشنبې په ورځ، د دلوې لومړۍ نېټه، د سوریې د حسکې ښار له یوې توقیفخانې څخه د داعش د ۱۵۰ بندیانو په لېږد سره یو خوندي ځای ته په عراق کې پیل شوی دی. دغه قوماندانۍ ویلي، په ټوله کې شاوخوا اووه زره بندیان د داعش له سوریې څخه د عراق تر کنټرول لاندې مرکزونو ته انتقالېدو په حال کې دي.
د سنتکام قوماندان امیرالبحر براد کوپر د داعش د بندیانو منظم او خوندي انتقال “حیاتي” بللی او ویلي یې دي چې هر ډول تېښته کولای شي د امریکا او د سیمې د ثبات لپاره مستقیم امنیتي ګواښ وي.
د هغه په وینا، سنتکام دغه عملیات د سیمهییزو شریکانو په بشپړ همغږۍ سره، په ځانګړې توګه د عراق له حکومت سره پر مخ وړي او د داعش د ماتې په برخه کې یې د دوی له رول څخه مننه کړې ده.
سنتکام زیاته کړې چې د ۲۰۲۵ کال په اوږدو کې، امریکایي ځواکونو د سیمهییزو شریکانو په همکارۍ له سوریې څخه د داعش شاوخوا ۳۰۰ غړي نیولي او د دې ډلې له ۲۰ څخه زیات کسان یې وژلي دي.
دا ماموریت په داسې حال کې پیل شوی چې په دې وروستیو کې راپورونه خپاره شوي چې د داعش ۱۲۰ غړي د ختیځې سوریې له یوې زندان څخه تښتېدلي، کومه پېښه چې د دغو بندیانو د ساتلو د امنیت په اړه اندېښنې زیاتې کړي دي.




