مهم خبرونهنړیوال

سنتکام وايي په سوریه کې یې د داعش پر ضد شاوخوا ۸۰ عمليات کړي

د امريکا د پوځ مرکزي قوماندې، چې سنتکام بلل کېږي، اعلان کړی چې د دغه هېواد ځواکونو له خپلو متحدینو سره يو ځای له تېر کال د جولای مياشتې راهیسې تر اوسه په سوریه کې شاوخوا ۸۰ عملیات د ترهګرې ډلې داعش پر ضد ترسره کړي دي.

په یوه بیانیه کې چې د چهارشنبې په شپه خپره شوې، سنتکام ادعا کړې چې په تېرو شپږو میاشتو کې ترسره شويو عملیاتو کې د داعش ۱۴ غړي وژل شوي او ۱۱۹ نور نیول شوي دي. د دې پوځي ادارې په وینا، د دغو عملیاتو تمرکز د داعش د بیا راپاڅېدو د مخنیوي لپاره دی.

سنتکام دغه راز ادعا کړې چې دغه اقدامات د داعش هڅې شنډې کړې دي، څو خپل ځواکونه بېرته منظم کړي او په سیمه‌ييز او نړیوال کچه د بریدونو پلانونه جوړ کړي. دا ډول ادعاوې له دې وړاندې هم د امريکايي نظامي ادارو له خوا شوې وې.

د همدې بیانیې له مخې، سنتکام ویلي چې تېره میاشت یې د دمشق په همکارۍ د داعش سره تړاو لرونکي له ۱۵ زیات سیمې چې وسلې پکې ساتل کېدې، کشف او له منځه وړې دي. په دوام کې ویل شوي چې په دې لړ کې ۱۳۰ توغندي، د توپ ډزې مرمۍ او نور نظامي تجهیزات چې داعش ته منسوب وو، هم له منځه وړل شوي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button