دوهم سرلیکنړیوال

سنتکام په منځني ختيځ کې د څو ورځو هوايي پوځي تمرين اعلان کړ

د امريکا د مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) ويلي چې هم‌مهاله د ابراهام لنکن الوتکې وړونکې بېړۍ د ايران څنډې ته رسېدلې، په منځني ختيځ کې به څو ورځنی هوايي پوځي تمرين ترسره شي. د سنتکام په وينا، د دې تمرين اصلي موخه په سيمه کې د جنګي هوايي ځواک د ځای پرځای کېدو، ملاتړ او د کارونې وړتيا ښودل دي.

د خپرو شويو معلوماتو له مخې، دا پوځي تمرين د امريکا د هوايي ځواک په مشرۍ ترسره کېږي او تمرکز يې پر دې دی چې څنګه الوتکې او پوځي کارکوونکي په چټک ډول انتقال شي. همدارنګه، د بېلابېلو او اضطراري اډو څخه عمليات ترسره کول او د لږو لوژستیکي اسانتياوو په لرلو سره د ماموريتونو عملي کول د دې تمرين له اصلي برخو څخه ګڼل شوي.

سنتکام ټينګار کړی چې د تمرين ترسره کول د کوربه هېواد په موافقه ترسره کېږي او په اړوندو سيمو کې له پوځي او ملکي هوايي چارواکو سره بشپړه همغږي موجوده ده.

د امريکا هوايي قوماندانۍ ويلي چې د دې رزمايش بله موخه د سيمه‌ييزو شريکانو سره د همکارۍ پياوړتيا او د ځواکونو د چټکو او انعطاف منونکو غبرګونونو لپاره د چمتووالي لوړول دي، چې دا سيمه منځنی ختيځ او د مرکزي او جنوبي آسيا برخې هم رانغاړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button