اقتصادمهم خبرونه

په هرات صنعتي ښارګوټي کې د سلګونو فابريکو فعالیتونه پیل شول

د هرات د ولایت ویاند وايي، د ۲۰۲۵ میلادي کال په اوږدو کې شاوخوا ۳۵۰ وړې او لویې تولیدي فابریکې په هرات صنعتي ښارګوټي کې خپل عملي فعالیتونه پیل کړي دي. د سیمه‌ییزو چارواکو په وینا، دا ګام د دې ولایت د صنعتي فعالیتونو د پراختیا نښه بلل کېږي.

محمد یوسف سعیدي، چې دا څرګندونې یې په ټولنیز شبکه ایکس کې خپرې کړې، ویلي چې د صنعتکارانو هر اړخیز ملاتړ، د پانګه‌والو لپاره د اسانتیاوو برابرول او د جواز ورکولو د بهیر ساده کول، د صنعتي فعالیتونو د ودې اصلي عوامل دي.

د هغه په وینا، د دغو فابریکو پراختیا کولی شي د کورنیو تولیداتو په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي او سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره کړي. دا موضوع په هغه حالت کې خورا مهمه ګڼل کېږي چې په هرات کې د بېکارۍ کچه لوړه ده.

خو اقتصادي کارپوهان ټینګار کوي چې د دا ډول پروژو دوام د اقتصادي ثبات، د بازارونو لاسرسي او د طالبانو د ادارې د روښانه پالیسۍ پورې تړلی دی؛ هغه مسایل چې په وروستیو کلونو کې له جدي ستونزو سره مخ شوي او د مسوولو ادارو له لوري د واضح ځواب او پلان جوړونې اړتیا لري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button