په ایران کې د افغان کډوالو لپاره د خدماتو نوې بدلونونه پيل شول

د ایران د خراسان رضوي ولایت د بهرنیو کډوالو او اتباعو اداره وایي چې د افغان کډوالو لپاره د خدمتونو ورکولو بهیر تازه بدلون موندلی دی. د دې ادارې د اعلان له مخې، له دې وروسته به د مؤقتو کارتونو لرونکي لکه د آمایش کارت لرونکي، د دولتي خدمتونوس نه برخمن شي.
د دې ادارې عمومي مدیر سیدجعفر سیدآبادي وایي چې د افغان کډوالو د لاسي پاسپورتونو د برېښنايي پاسپورتونو پر بدلېدو کار پیل شوی او دا مهال د بهرنيو اتباعو خدماتي او کاري دفترونه دا بهیر پرمخ وړي. د نوموړي په وینا، د افغانستان له سیاسي نمایندګۍ سره د همغږۍ له مخې، د کورنیو پاسپورتونه بېل شوي او هر تن ته به جلا برېښنايي پاسپورت ورکول کېږي.
سیدآبادي زیاته کړه چې اوس مهال د آمایش کارت لرونکو مهاجرینو لپاره د موترو چلولو جواز (جواز رانندګي) هم صادریږي، او ورځني ډول د مهاجرینو نوم لیکنه او مراجعې د اړوند ادارو له لارې دوام لري. هغه ټینګار وکړ چې دغه خدمتونه د ایران د امنیتي ځواکونو او د دې هېواد د کورنیو چارو وزارت په ګډه همکارۍ عملي کېږي.
په عین وخت کې، نوموړي وویل چې سره له دې چې هڅې شوي، لا هم یو شمېر د مؤقتو کارتونو لرونکي له ستونزو سره مخ دي، په ځانګړې توګه د بانکي خدمتونو په برخه کې، خو د ده په وینا، له د ایران له مرکزي بانک سره لیکلي تماسونه نیول شوي تر څو دغه ستونزې هم حل شي.
سیدآبادي دا هم یادونه وکړه چې د “آمایش” نومې پروژې نولسم پړاو روان دی، چې په ترڅ کې یې تر ۱۲۰ زره زیات مهاجرینو ته نوي کارتونه صادري شوي دي. دغه اداره وايي چې تر د روان کال د عقرب میاشتې تر پایه به د دې پړاو موده پای ته ورسیږي. سره له دې، لا هم د افغان کډوالو قانوني او انساني وضعیت اندېښنې راپورته کوي.
له بلې خوا، دغه ایراني چارواکي وویل چې له ایران څخه د دوغارون له لارې تر یو میلیونه ډېر افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي، چې زیاتره یې په داوطلبانه توګه او د اتباعو د دفتر له خوا د وضع شویو لارښونو له مخې وتلي دي.
نوموړي د کډوالو د بیمې موضوع جدي وګڼله او له نړیوالو بنسټونو یې د مرستې غوښتنه وکړه. د ده په وینا، د ایران اسلامي جمهوري خدماتي ظرفیت محدود دی او که نړیوال بنسټونه مرسته ونه کړي، د مهاجرینو لپاره بشپړه بیمه برابره نشي. سره له دې ادعاوو، تر اوسه د ایران څخه راستانه شویو کډوالو ته د طالبانو د چلند څرنګوالی روښانه نه دی، او د امنیت او ژوند اړتیاوو د ضمانت نشتون، د مېشتو کډوالو کورنیو اندېښنې پراخې کړي دي.




