په لکي مروت کې د بس چاودنه؛ يو تن وژل شوی او اته تنه ټپيان دي

د راپورونو له مخې، چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چې د «لکي سېمنټ فېکټرۍ» يو بس د سړک غاړې ښخ شوي ماين سره وجنګېد. دا پېښه د خيبرپښتونخوا ايالت د لکي مروت ولسوالۍ ناامنه سيمو کې شوې ده.
سيمهييزې سرچينې وايي، له چاودنې وروسته پر دغې بس هم ډزې شوې دي. د پېښې په ټپيانو کې دوه مېرمنې هم شاملې دي. ياد بس د بيګو خېل سيمې د اوسېدونکو او د سېمنټ فېکټرۍ د کارکوونکو د لېږد لپاره کارېده.
تر د دې خبر د خپرېدو دمه، هېڅ ډلې د پېښې مسئوليت نه دی منلی. د پاکستان پوليسو ويلي، د سيمې امنيتي وضعيت له نږدې څاري او د پېښې د څرنګوالي او عاملانو د معلومولو لپاره پلټنې روانې دي.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې په تېرونيو اوونيو کې په لکي مروت او ګاونډيو سيمو کې د وسلوالو بريدونو او د امنيتي ځواکونو د ځوابي عملياتو پېښې زياتې شوې، چې د سيمې د خلکو د اندېښنې لامل ګرځېدلې ده.




