سياستمهم خبرونه

د افغانستان او پاکستان محتاطانه هڅې د امنیتي ترینګلتیاوو د کمولو لپاره

د اکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې، پاکستان او افغانستان د امنیتي اندېښنو د زیاتوالي په غبرګون کې، په ځانګړي ډول د تحریک طالبان پاکستان د فعالیتونو له کبله، یو نوی خو محتاطانه هڅې پیل کړې دي څو امنیتي ترینګلتیاوې راکمې کړي.

د دې رسنۍ د سرچینو په وینا، که څه هم د دواړو هېوادونو ترمنځ امنیتي اختلافات لا هم پرځای دي، د یو شمېر هېوادونو منځګړیتوب سبب شوی چې د دواړو خواوو رسمي ژبه لږه نرمه شي او پر خبرو اترو د ټینګار نوی بهیر رامنځته شي. د دغو سرچینو په خبره، د دې اقدام اصلي موخه د دیپلوماټیکو خبرو لپاره د مثبت فضا رامنځته کول دي.

په همدې لړ کې، په اسلام‌اباد کې د افغانستان د دیني عالمانو وروستۍ فتوا د باور جوړونې له لومړنیو ګامونو څخه بلل شوې ده. راپور زیاتوي چې منځګړو له کابل مېشتو چارواکو غوښتي دي څو د پاکستان د امنیتي اندېښنو د ځواب لپاره عملي اقدامات وکړي، چې پکې د فتواوو صادرول او د طالبانو د ادارې له مشرتابه څخه د روښانه او بې‌ابهامه اعلامیې خپرول شامل دي. دا غوښتنه د طالبانو د ادارې په امنیتي سیاستونو کې د ابهام دوام او د شفافیت کموالی څرګندوي.

بلخوا، د جیو نیوز شبکې د یوې امریکايي څېړنیزې ادارې له قوله راپور ورکړی چې دا بهیر لا هم شکننده دی. د امریکا د بهرنیو اړیکو شورا ویلي چې که له افغانستانه پر پاکستان بریدونه دوام وکړي یا زیات شي، ښايي د دواړو ګاونډیو ترمنځ ترینګلتیاوې یو ځل بیا ډېرې شي.

په دې ارزونه کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د پوځي نښتې امکان “منځنی” او د هغې اغېز “کم” بلل شوی، خو خبرداری ورکړل شوی چې د پاکستان، هندوستان او افغانستان ترمنځ د اختلافونو هم‌مهالي کېدل ممکن د ۲۰۲۶ کال تر پایه د یوې وسله‌والې نښتې لامل شي او سویلي اسیا د نړۍ له بحراني سیمو څخه یوه بدله کړي.

په عین وخت کې، د خیبرپښتونخوا د ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي په یو پروګرام کې ویلي چې افغانستان د پاکستان په پرتله له زیاتې امنیت او عدالت څخه برخمن دی او ټینګار یې کړی چې پاکستان نه شي کولای خپلې غوښتنې د افغانستان پر خلکو وتپي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button