د اسرائیلو لخوا د اوربند پرلهپسې نقض او د غزې بمبارۍ دوام لري

د دې سره سره چې د اوربند رسمي اعلان شوی، د اسراییلو پوځي ځواکونه په وروستیو ساعتونو کې یو ځل بیا د غزې بېلابېلې سیمې بمبار کړې دي او بریدونه یې دوام لري.
د سیمهییزو سرچینو په وینا، د غزې ښار ختیځ د اسراییلي جنګي الوتکو لهخوا د هوایي بریدونو هدف ګرځېدلی، او هممهاله په دغو سیمو کې د بېپیلوټه کشفي الوتکو پراخ پروازونه لیدل شوي دي.
د غزې په جنوبي برخه کې، خانیونس ښار هم د هوایي بریدونو شاهد دی، چې له امله یې استوګنیزې سیمې او بنسټیزې ودانۍ سخت زیانمنې شوې دي. راپورونه وايي، چې سره له اوربند څخه، دا په تېرو دوو ورځو کې دویم ځل دی چې خانیونس تر برید لاندې راځي.
همداراز، د غزې ښار ختیځ ته پرتو شجاعیه او التفاح سیمې د اسراییلي جنګي الوتکو لهخوا بمبار شوې دي. د سیمې اوسېدونکي د پراخو زیانونو او د بهرنیو الوتکو د دوامدارو پروازونو له کبله د وېرې شکایت کوي.
په بل لور، د غزې جنوبي ښار رفح تېره شپه د سختو هوایي بریدونو شاهد و، او د راپورونو له مخې، بمبارۍ یې د ژيړ کرښې هغسې غاړې ته هم غزېدلې دي.
د اسرائیل له خوا د دغو بریدونو دوام داسې مهال ترسره کېږي چې په زیانمنو سیمو کې بشري وضعیت خورا بحراني بلل شوی او نړېوالې ټولنې تر اوسه د اسراییلو د پرلهپسې اوربند نقض په وړاندې جدي غبرګون نهدی ښودلی.




