سياستمهم خبرونه

د کورنیو چارو وزارت د امنیتي مرستیال سفر سمنگان ته

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت لوړپوړی امنیتي مرستیال ستر پاسوال ملا محمد ابراهیم صدر د سمنګان ولایت ته په سفر کې له دې ولایت له سیمه‌ ییزو چارواکو سره لیدنه او خبرې کړې دي.

ښاغلي صدر ویلي، اوسنی حاکم جوړښت د خلکو په همکارۍ رامنځته شوی او مسوولین باید د خدمت دروازې د خلکو پر مخ پرانیستې وساتي او د هغوی ستونزې له نږدې واوري. نوموړي ټینګار کړی چې د خلکو غوښتنو ته رسېدنه باید د سیمه‌ ییزو ادارو د کار لومړیتوب وي.

د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال همداراز د دولتي ادارو ترمنځ د همغږۍ پر اړتيا ټینګار وکړ او له مسوولینو یې وغوښتل چې د ټولنیزو او امنیتي ستونزو د حل لپاره له دیني علماوو او قومي مشرانو سره منظمه مشوره وکړي.

په ورته وخت کې، د سمنګان والي داملا محمد شعیب رسالت ادعا کړې چې د سیمه‌ییزو مسوولینو او امنیتي ځواکونو د ګډو هڅو له امله، د دې ولایت عمومي امنیتي وضعیت ډاډمن دی. دا څرګندونې داسې مهال شوي چې د امنیت د واقعي وضعیت او د خلکو د قناعت کچې په اړه خپلواک او د باور وړ راپورونه نه‌ دي خپاره شوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button