مهم خبرونهنړیوال

د امريکا استازی: د اوکراين لپاره نوی د سولې پلان له نورو جګړو مخنيوی کولی شي

سټيو ويټکاف، چې د اوکراين په چارو کې د ډونالډ ټرمپ ځانګړی استازی دی، ټينګار کړی چې د واشنګټن نوی د سولې پلان که ومنل شي، نه يوازې د مسکو او کيف ترمنځ روانو جګړو ته پای ورکولی شي، بلکې د راتلونکو احتمالي جګړو مخنيوی هم کولای شي.

ويټکاف د جمعې په ورځ له وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې سره په مرکه کې هيله وښوده چې دا پلان به امريکا، روسيه او اوکراين د پايدارو اقتصادي همکاريو په لور لېږد کړي. د نوموړي په باور، د دې درې هېوادونو ترمنځ سوداګريزې شراکتونه کولی شي د سيمه‌ييز ثبات لپاره مهم ګام وي.

ياد شوی د سولې پلان لومړی د ټرمپ ادارې له خوا په ۲۸ مادو کې وړاندې شو، خو د اوکراين حکومت او ځينو اروپايي هېوادونو د سختو اعتراضونو له امله پر یوشمېر موادو بياکتنه وشوه. دغو هېوادونو دا مواد د کيف له ملي ګټو سره په ټکر کې ګڼلي وو.

د نومبر په ۲۳مه، لوړپوړو امريکايي او اوکرايني چارواکو په ژنيو کې لېدلي او د نظر اختلافونو یوه برخه يې هواره کړې ده. د اوکراينيو رسنيو د راپور له مخې، په دغو خبرو کې پر ډېرو مادو توافق شوی، خو لا هم ځينې کليدي موارد د مشرانو ترمنځ د نورو خبرو اړتيا لري.

ډونالډ ټرمپ، چې د امريکا ولسمشر دی، تېر سه شنبه اعلان وکړ چې ياد پلان اوس له ۲۲ مادو څخه جوړ دی. تر اوسه دا نه‌ده څرګنده چې د دواړو هېوادونو ولسمشران به کله يو ځل بيا سره وګوري څو دا پلان وروستی کړي.

د دې هڅې په وړاندې راولاړې شوې غبرګونونه د اوکراين د سولې موضوع لوړ حساسيت په ډاګه کوي. اوکراين له ۲۰۲۲ کال راهيسې له روسيې سره يوې ويجاړوونکې جګړې کې ښکيل دی. د طالبانو اداره سره له دې چې د بهرنيو چارو په برخه کې د بې‌طرفۍ ادعا کوي، تر دې دمه يې د اوکراين پر وضعيت کومه څرګنده دريځ نه‌دی نيولی. په داسې حال کې چې نړيواله ټولنه د اوکراين د کړکېچ د پای ته رسولو هڅې کوي، د طالبانو له لوري د فعال ديپلوماتيک حضور نشتوالی يو ځل بيا په نړيواله کچه د دغې ادارې کمزوري ښيي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button