امنیت او پېښېمهم خبرونه

په بریتانیا کې دوو افغان ځوانانو ته د جنسي تېري په تور درنې سزاوې ورکړل شوې

د بریتانیا یوې محکمې د دوشنبې په ورځ، د قوس په ۱۷مه، دوه ۱۷ کلن افغان پناه‌ غوښتونکي د یوې ۱۵ کلنې نجلۍ سره د جنسي تېري په تور، د درنو بندي سزاوو محکوم کړل. دغو دوو ځوانانو، جان جهانزیب او اسرار نیازل، چې دواړه ۱۷ کلن دي، یاده نجلۍ له خپلو ملګرو څخه بیله کړې او په یوه پارک کې یې پرې تېری کړی دی.

د رویټرز خبري آژانس په راپور کې راغلي چې قرباني د پېښې پر مهال عادي حالت نه درلود، خو توانېدلې چې له ځانه ویدیو ثبت کړي. دا ویدیو محکمې ته د ثبوت په توګه وړاندې شوې چې پکې د هغې د چیغو او د مرستې غوښتلو غږونه اورېدل کېږي. د دې ویدیو له امله، محکمه جان جهانزیب ته له لسو کلونو ډېر او اسرار نیازل ته له نهو کلونو ډېر بند سزا ورکړه.

د نیازل وکیل ویلي چې د هغه پلار د پخواني افغان پوځ غړی و او تېر کال یې د مانش له کاناله بریتانیا ته مهاجرت کړی دی. جان جهانزیب هم، له څو ناکامه هڅو وروسته، د همدې لارې بریتانیا ته رسېدلی و.

خو قاضي سیلویا برتودانو د حکم اعلان پر مهال وویل چې دغه دواړه پناه غوښتونکي به له بند وروسته له بریتانیا وشړل شي. نوموړې زیاته کړه چې دا ډول کړنې د خلکو اعتماد کموي او د نورو پناه غوښتونکو حیثیت ته زیان رسوي.

دا پېښه داسې مهال رامنځته شوې چې تېر میاشت هم یو بل افغان وګړي په بریتانیا کې د یوې ۱۲ کلنې نجلۍ سره د جنسي تېري اعتراف کړی و. د دې ډول پېښو مخ پر زیاتوالي، په بریتانیا کې د مهاجرو وضعیت او د کډوالۍ د قوانینو په اړه بحثونه زیات کړي او د کییر ستارمر پر حکومت یې فشار زیات کړی، څو د مانش له لارې د ناقانونه مهاجرینو د راتګ د مخنیوي لپاره شدید اقدامات وکړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button