د طالبانو اداره له ۱۱۲۷ پوځي موټرو او ۱۲۵ وسلو د ترمیم خبر ورکړی

د طالبانو د ادارې د دفاع ریاست اعلان کړی چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې ۱۱۲۷ پوځي وسایط او ۱۲۵ ډوله بېلابېلې وسلې ترمیم کړي دي.
په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دغه وسایلو د ترمیم چاره د یادې ادارې اړوند ورکشاپونو کې بشپړه شوې ده او اوس دا وسایط د بیا کارونې لپاره چمتو دي. خبرپاڼه زیاتوي چې دا وسایط ۱۰۴ زغروال هاموې، ۱۱ جنګي ټانکونه، ۱۱۴ انټرنشنل ډوله موټر، ۶۵۸ رنجر موټرونه او نور پوځي وسایط په ځان کې شاملوي.
دا اقدام په داسې حال کې ترسره کېږي چې د طالبانو اداره پر عامه خدمتونو او د خلکو د اقتصادي وضعیت د ښه کولو پر ځای، خپل پام د پوځ د بیاځواکمنولو او تجهیز پر لور اړولی. د شفافیت او حساب ورکونې د نشتوالي له امله، د دا ډول پوځي ظرفیت موجودیت د هېواد د دوامداره ناارامۍ په تړاو اندېښنې راپارولي دي.
ډېر شمېر کارپوهان د طالبانو د حکومت له خوا وسلو او پوځي تجهیزاتو ته د زیات پام زیاتوالی د دې ډلې د امنیتمحور چلند نښه بولي؛ دا چلند په داسې حال کې دوام لري چې د افغانستان ولس بېړنۍ اړتیاوې لکه هوسا ژوند، زدهکړې او روغتیا غواړي، خو لومړیتوب یې د پوځي ماشین پیاوړتیا ته ورکړل شوی دی.




