د خیبر پښتونخوا وزیر اردو د ناامنۍ اصلي عامل وباله

د خیبر پښتونخوا ایالت ارشد وزیر سهیل افریدي د پاکستان د اردو پر کړنو سختې نیوکې کړې او ویلي یې دي چې د دې ایالت د ناامنۍ اصلي لامل همدا پوځ دی.
افریدي په یوه خبري غونډه کې ویلي، پاکستاني اردو نه یواځې دا چې په شعوري ډول یې د پښتنو سیمو امنیت خراب کړی، بلکې د سولې په یوه جرګه کې د ګډونوالو تښتول هم ښيي چې دا اداره سوله د خلکو د غوښتنو پر بنسټ نه، بلکې د خپلو ځانګړو ګټو له مخې تعقیبوي.
نوموړي زیاته کړې، د پاکستان اردو د کابل او اسلامآباد ترمنځ د باور د بیا رامنځته کولو بهیر کمزوری کوي او له افغانستان سره د خبرو اترو شته فرصتونه له منځه وړي. افریدي ویلي، د تېرو ۷۱ کلونو راهیسې د پاکستان په واکمنۍ کې موجوده غالب ذهنیت د خیبر پښتونخوا د سولې لوی خنډ دی.
هغه د پاکستان د اردو کړنې جنګي او جنایتکارانه بللي او ویلي یې دي چې دا ځواکونه د قبایلي سیمو ولسي وګړي هدف ګرځوي او بشري حقونه تر پښو لاندې کوي. د افريدي په وینا، خلک د مرکزي حکومت له شاته روانو پالیسیو او جبري چلند ستړي شوي دي.
افريدي د سولې پر وړاندې سترو ګواښونو ته په اشارې سره خبرداری ورکړ چې خلک به ظلم او تحمیل ونه مني. هغه ټینګار وکړ چې د ده سیاسي مشر عمران خان په څېر به د فشار پر وړاندې تسلیم نهشي. افريدي وویل: «هر څوک یا اداره چې زموږ سوله ګډوډوي او زموږ مذهبي ارزښتونو ته درناوی نه کوي، زموږ ګډ دښمن دی.»
دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې وړاندې طالبانو هم پر پاکستاني اردو تور لګولی وو چې دننه یې ځینې کړۍ د کابل او اسلامآباد ترمنځ د اړیکو خرابولو هڅې کوي.
دا هم ویل شوي چې د پاکستان اردو مخکې له مخکې په افغانستان کې بریدونه کړي چې پکې ماشومان، ښځې او ورزشکاران—په ځانګړي ډول په پکتیکا ولایت کې—وژل شوي دي. دغه کړنې له پراخو کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوې دي.




