اسلامقلعه بندر فعال پاتې شوی؛ هره ورځ سلګونه باروړونکي موټر د افغانستان او ايران ترمنځ تګ راتګ کوي

د هرات ولايت د اسلامقلعه بندر چارواکي وايي، سره له دې چې په ايران کې تازه تحولونه رامنځته شوي، د افغانستان او ايران ترمنځ د باروړونکو موټرو تګ راتګ او د سوداګريزو توکو انتقال پرته له ځنډه روان دی. د دوی په وينا، هره ورځ شاوخوا ۶۰۰ موټر له افغانستان ايران ته او نږدې ۷۰۰ نور له ايران افغانستان ته ورځې داخلېږي.
چارواکي ټينګار کوي چې د کورنيو بازارونو د څارنې بهير دوام لري او سوداګرو ته خبرداری ورکړل شوی چې د توکو بيې په خپل سر لوړ نه کړي. د هغوی په وينا، دا اقدام د احتمالي ناوړه ګټې مخنيوي او د بازار د ثبات د ساتنې په موخه شوی دی.
په همدې حال کې، يو شمېر هېوادوال د بازارونو د بيې جدي څارنه غواړي. دوی وايي، په حساسو اقتصادي شرايطو کې اړينه ده چې د طالبانو اداره د وارداتي توکو د بيې په کنټرول کې اغېزمن اقدام وکړي څو پر خلکو زيات فشار راونهوړي.
همدارنګه، يو شمېر نور وګړي پر دې ټينګار کوي چې بايد د کورنيو توليداتو ملاتړ وشي. دوی باور لري چې د توليداتو پياوړتيا به له وارداتو سره تړاو کم کړي او په اوږده موده کې به د هېواد اقتصادي ثبات ته ګټه ورسوي. د اسلامقلعه بندر د افغانستان او ايران ترمنځ له مهمو سوداګريزو لارو څخه ګڼل کېږي او د وارداتي توکو په تامين کې مهم رول لري.




