مهم خبرونهنړیوال

د غزې د روغتیا وزارت: د اسرائیلي بریدونو قربانیان له اویا زرو واوښتل

د فلسطین د غزې سیمې د روغتیا وزارت اعلان کړی، چې د ۲۰۲۳ میلادي کال د اکتوبر له میاشتې راهیسې د اسرائیلي پوځ د بریدونو له پیل څخه تر اوسه پورې، لږ تر لږه ۷۰ زره او ۳۶۰ تنه وژل شوي دي. دغه وزارت ویلي چې د همدغې مودې په ترڅ کې د ټپیانو شمېر هم له ۱۷۱ زره کسانو اوښتی دی.

د دې وزارت په تازه اعلامیه کې راغلي چې یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۶ نویو قربانیانو جسدونه روغتونونو ته انتقال شوي او ۱۷ نور کسان ټپیان شوي دي. راپورونه ښيي چې زرګونه کسان لا هم د ویجاړو شوو ودانیو لاندې ورک شوي او د دوی د ژغورلو هڅې روانې دي.

د غزې د روغتیا وزارت دا هم راپور ورکړی چې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په ۱۱ مه د محدود اوربند له اعلان راهیسې، لږ تر لږه ۳۷۳ تنه نور وژل شوي او ۹۷۰ تنه ټپیان شوي دي. پر همدې موده کې د ۶۲۴ کسانو جسدونه له کنډوالو راایستل شوي دي.

په غزه کې روانه جګړه، چې د اسرائیلي پوځ له پراخو بریدونو سره پیل شوې، د تیرو لسیزو له تر ټولو خونړیو بشري بحرانونو څخه ګڼل کېږي. نړیوالو څارونکو خبر ورکړی چې د جګړې دوام به په سیمه کې بشري ناورین لا ژور کړي. تر اوسه د طالبانو حکومت په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button