مهم خبرونهنړیوال

المان له ۱۰۵ محکومو افغان پناه‌ځای غوښتونکو څخه افغانستان ته بېرته واستول

د المان د کورنیو چارو وزارت ويلي چې له هغه وخت راهيسې چې د دغه هېواد اوسنی ايتلاف قدرت ته رسېدلی، ۱۰۵ افغان پناه‌ځای غوښتونکي چې د بېلابېلو جرمونو له امله محکوم شوي وو، له المانه افغانستان ته شړل شوي دي. د وزارت د معلوماتو له مخې، يوازې په ۲۰۲۶ کال کې ۲۲ تنه بېرته افغانستان ته استول شوي دي.

د المان ورځپاڼې «دی‌ولت» راپور ورکړی چې د افغان پناه‌ځای غوښتونکو د شړلو بهير ښايي په راتلونکو مياشتو کې زيات شي. د دغه راپور پر بنسټ، د هغو الوتنو شمېر چې د شړل شويو کسانو د انتقال لپاره کابل ته پلان شوې دي، هم ښايي ډېر شي.

د افغان پناه‌ځای غوښتونکو شړل په داسې حال کې دوام لري چې افغانستان اوس د طالبانو تر واک لاندې له سختو اقتصادي ستونزو او پراخو بشري محدودیتونو سره مخ دی. نړيوالو بنسټونو څو ځله د ښځو د حقونو، ټولنيزو محدودیتونو او د کار د موقعو د نشتون په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

خو د المان چارواکو ټينګار کړی چې شړل شوي کسان هغه دي چې د دغه هېواد محکمې يې د جرمونو په تور محکوم کړي دي. تر اوسه څرګنده نه ده چې د دغو پروازونو د زياتېدو احتمال به څومره نور افغان پناه‌ځای غوښتونکي اغېزمن کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button