طالبانو د ميليونونو کډوالو د ستنېدو او ټولنيزو پروګرامونو د پلي کېدو خبر ورکړ

د طالبانو د ادارې وياند ذبيحالله مجاهد د چهارشنبې په ورځ د مرغومي پر ۱۰مه د شبکې ایکس له لارې ادعا کړې چې د تېر يوه کال په ترڅ کې شاوخوا دوه ميليونه او اته لکه افغان کډوال او اتباع له بهرنيو هېوادونو افغانستان ته ستانه شوي دي. د ده په وينا، ډېری دا کسان له ستنېدو وروسته ځای پر ځای شوي او د دوی د ستنېدو بهير «په مناسب ډول» مديريت شوی دی.
مجاهد زياته کړه چې دغو کسانو ته د لومړنيو خدمتونو وړاندې کولو تر څنګ د هغوی لپاره د ښارګوټو د ويش بهير هم روان دی. خو په دې اړه څرګند جزئيات نه دي وړاندې شوي چې دغه خدمتونه په کومه کچه دي، د ښارګوټو د وېش معيارونه څه دي او د ستنېدونکو د ژوند شرايط څنګه دي؛ يو موضوع چې همېشه د څارونکيو بنسټونو او ستنېدونکو کورنيو اندېښنې راپورته کړې دي.
د طالبانو د ادارې وياند همدارنګه ويلي چې تېر کال په ټول هېواد کې ۳۵ زره او ۲۲۸ تنه روږدي درملنه شوي او بېرته عادي ژوند ته راګرځېدلي دي. د ټولنيزو چارو کارپوهان ټينګار کوي چې د دې ډول پروګرامونو دوام د دايمي ملاتړ، روڼتيا او د کار او اوږدمهاله درملنې د زمينې برابرولو ته اړتيا لري.
د مجاهد په وينا، په لويې ښارونو کې ۱۰ زره او ۶۶۴ تنه ګدايان راټول او ثبت شوي او هر بېوزلي ته د نقدي مرستې په توګه دوه زره افغانۍ ورکړل شوې دي؛ خو د ښارونو ډېری اوسېدونکي دا اندازه د بنسټيزو اړتياوو د پوره کولو لپاره کمه بولي.
د اوبو د مديريت په برخه کې هم د طالبانو اداره ادعا کوي چې تېر کال ۹ ستر بندونه يا بشپړ شوي او يا هم لا هم د کار لاندې دي، او ۳۴۱ کوچني بندونه جوړ شوي دي. منتقدان وايي چې د کره معلوماتو، خپلواک څار او د چاپېريال د اغېزو د ارزونې نشتوالی د دغو پروژو د لاسته راوړنو د واقعي ارزونې بهير ستونزمن کړی دی.




