ټولنه‌یزمهم خبرونه

یونیسف: شمال کې له زلزلې وروسته ماشومان له بیړني ګواښ سره مخ دي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ ادارې (یونیسف) په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې د بلخ او سمنگان ولایتونو وروستۍ زلزلې زرګونه ماشومان او کورنۍ له جدي ګواښونو سره مخ کړي او هغوی بیړنۍ مرستې ته اړتیا لري. یادې زلزلې د هېواد په شمالي سیمو کې د کورونو پراخه ویجاړتیا رامنځ ته کړې، چې له امله یې اوسېدونکي د سختې یخنۍ او بې سرپناهۍ سره مخامخ دي.

د یونیسف لومړنۍ ارزونې ښيي چې په دغو دوو ولایتونو کې ګڼ شمېر کورونه یا بشپړ نړېدلي یا هم شدید زیان ورته رسېدلی دی. ډېری کورنۍ اړ شوې چې خپل کورونه پرېږدي، او روان شرایط، په تېره د ماشومانو، زړو کسانو او نورو زیان‌پذيرو ټولنو لپاره، ورځ تر بلې سختېږي.

له دې پېښې وروسته، تېر سه‌شنبه د بېلابېلو ادارو ترمنځ د همغږي یوه غونډه وشوه، چې له هغې وروسته ۱۰ ګډ ارزونې ډلې د بلخ او سمنگان ولسوالیو اغېزمنو سیمو ته استول شوې. تر څنګ یې، یونیسف او شریکانو یې روغتیايي ډلې هم سیمې ته لېږلې ترڅو عاجلې درملنې، لومړنۍ پاملرنه او رواني-اجتماعي مشورې برابرې کړي.

یونیسف ویلي چې ډېری ماشومان له رواني تکان سره مخ شوي او په نازکو رواني شرایطو کې ژوند کوي. همداراز، د یونیسف د اوبو او عامې روغتیا څانګې مامورین او ټولنیز مروجان هم سيمه کې فعال حضور لري او د اغېزمنو کسانو بیړنۍ اړتیاوې ارزوي او تعقیبوي.

یونیسف له نړیوالې ټولنې او بین‌المللي بشري مرستو ادارو د زیاتې مالي او لوژېستيکي مرستې غوښتنه کړې. دا اداره ټینګار کوي چې ماشومان د دا ډول ناورینونو پر مهال تر ټولو زیان‌پذیري دي، نو اړینه ده چې د بشري مرستو په لومړیتوبونو کې شامل وي.

یاده زلزله د افغانستان او ازبکستان پولې ته نږدې شوې، چې مرکز یې د سمنگان د خُلم ولسوالۍ لویدیځ، سوېل-لویدیځ ۲۲ کیلومترۍ او د مزارشریف ختیځ، سوېل-ختیځ ۳۰ کیلومترۍ ته موقعیت لري. دا وضعیت یو ځل بیا د طالبانو د ادارې بې‌کفایتي د بیړنیو خدماتو په برابرولو کې ښيي او د نړیوالو ادارو د عاجلې مداخلې اړتیا څرګندوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button