اقتصاد

په ننګرهار کې د زيتونو حاصلات ۴۰ سلنه زيات شوي

د ننګرهار د وادي زراعتي شرکت چارواکو ويلي چې سږ کال په دغه ولايت کې د زيتونو حاصلات ۴۰ سلنه زيات شوي او دا مقدار له ۱۶۰۰ ټنه پورته شوی دی.

د ياد شرکت رئيس سيد محمد نعيم محمدي وايي، د تخنيکي محاسبو له مخې به له دې زيتونو څخه تر ۱۹۰ زره لېټرو ډېر د زيتون غوړي توليد شي. تېر کال ۱۱۰۰ ټنه زيتون راټول شوي وو چې له هغه څخه ۱۳۵ زره لېټره غوړي ترلاسه شوي وو.

ښاغلي محمدي دا هم زياته کړې چې سږ کال به له ټول شویو زيتونو څخه ۳۵ ټنه ترشي هم توليد شي، په داسې حال کې چې تېر کال دا شمېر ۳۰ ټنه و.

سره له دې چې کرنه د ننګرهار د خلکو د عايداتو یو مهم سرچینه ګڼل کېږي، خو د کافي ملاتړ نشتوالی، د بازارموندنې ستونزې، او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال رامنځته شوې ستونزې د دغه سکتور د پايښت وړ پرمختګ پر وړاندې خنډ ګرځېدلي دي. د طالبانو د ادارې ناکامه پالیسۍ د کرنې په برخه کې داسې ننګونې پیدا کړي چې ښايي د محلي محصولاتو تولیدي بهیر له ګواښ سره مخ کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button