امنیت او پېښېمهم خبرونه

په کابل کې یو کیلو شیشه او ۱۰۶۹ نشه‌ یی تابلیتونه نیول شوي دي

د کابل د نشه‌يي توکو پر ضد مبارزې ریاست وایي، چې د دوی ځواکونو د کابل ښار په ختیځ کې د پام وړ اندازه نشه‌يي مواد نیولي دي. د دې ریاست د رسمي خبرپاڼې پر بنسټ، نژدې یو کیلو ګرام د شیشې په نوم نشه‌يي توکي او ۱۰۶۹ نشه‌يي تابلیتونه د پلچرخي دروازې ته څېرمه موندل شوي او ترلاسه شوي دي.

پولیس وایي، له دې پېښې سره تړاو لرونکي دوه کسان نیول شوي او د لومړنیو پلټنو له ترسره کېدو وروسته عدلي او قضايي ادارو ته ورپېژندل شوي دي.

دا پېښه یو وار بیا د مخدره توکو د لاسرسي پراخېدا او د طالبانو د ادارې د قاچاقبرو شبکو د مهار په برخه کې د کمزورۍ په اړه اندېښنې راپورته کړي دي. د امنیتي ادارو د ظرفیتونو کمښت، د مخنیوي پروګرامونو نشتوالی او له اصلي عاملینو سره جدي نه چلند دا ډول جرمونو ته زمینه برابره کړې ده.

په داسې حال کې چې په هېواد کې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د روږدو کسانو شمېر زیاتېږي، له کوچنیو پلورونکو سره لنډمهالی چلند او د لویو نشه‌يي مافیا ګروپونو نه تعقیبول نه شي کولی یوه دوامداره حل لاره وي. اوسېدونکي له طالبانو غواړي چې د تبلیغاتي فعالیتونو پر ځای دې د مخدره توکو د قاچاق پر وړاندې یوه جدي او شفافه تګلاره غوره کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button