د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر د لوړپوړي پلاوي په مشرۍ هند ته سفر وکړ

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې د دې وزارت وزیر نورالدین عزیزی د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ هند ته تللی دی. د وزارت په وینا، دا سفر د هند حکومت په رسمي بلنه ترسره شوی دی.
د چهارشنبې په ورځ (۲۸ مڼه) د دې وزارت له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د یاد سفر موخه دا ده، چې د چابهار بندر له ظرفیتونو څخه د مؤثرې ګټې اخیستنې لارې وڅېړل شي او له هند سره سوداګریزه همکاري پیاوړې شي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د چابهار بندر اړوندو پروژو کې د هندي پانګوالو جلب، او د کابل او نوي ډېلي ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ پیاوړتیا د دې لیدنو اصلي محور دی.
که څه هم دا سفر ښایي د افغانستان لپاره اقتصادي فرصتونه پراخ کړي، خو لا هم د طالبانو د ادارې مشروعیت او د دغه شان تعاملونو پر مهال د شفافیت او د افغان ولس د ګټو د خوندي کولو وړتیا په اړه جدي پوښتنې مطرح دي. یو شمېر څارونکي اندېښنه لري چې د طالبانو د ادارې د قانوني او ځواب ویونکي جوړښت نشتوالی به سبب شي چې له اقتصادي فرصتونو محدود ګټه واخیستل شي.




