امنیت او پېښېمهم خبرونه

په پکتيا کې درې زره زيانمنو کورنيو ته نغدې مرستې وېشل شوې

د افغانستان هلال احمر ټولنې اعلان کړی چې درې زره بې‌ځايه شويو او زيانمنو کورنيو ته په اريوب زازي او دندپتان ولسواليو کې نغدې مرستې وېشلي دي. دا کورنۍ د پاکستاني ځواکونو د توپچي بريدونو له امله زيانمنې شوې دي.

ځايي سرچينې وايي، دغه پېښو د پولي سيمو يو شمېر اوسېدونکي بې‌ځايه کړي او د دوی کورونو او شتمنيو ته يې زيان رسولی دی. اريوب زازي او دندپتان هغه پولي ولسوالۍ دي چې له وړاندې هم د ورته تاوتريخوالو شاهدې پاتې شوې دي.

د افغانستان هلال احمر وايي، د دې اقدام موخه د زيانمنو کورنيو د لومړنيو اړتياوو عاجل پوره کول دي. نغدې مرستې عموماً د خوراکي توکو، موقتي سرپناه او نورو لومړنيو ضرورتونو لپاره کارېږي.

خو د سيمې اوسېدونکي ټينګار کوي چې د دا ډول پېښو د تکرار د مخنيوي لپاره بايد جدي امنيتي او ديپلوماتيکې هڅې وشي، څو د پولي سيمو ملکي وګړي له نورو زيانونو وساتل شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button