په نیمروز کې له ۶۰۰ ډېرو بېوزلو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

د نیمروز د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست ویلي، چې په دې ولایت کې له ۶۰۰ ډېرو کورنیو سره، چې بېځایه شوې، راستنېدونکي، کونډې، معلولین او بېبضاعته دي، نغدي مرستې ویشل شوې دي.
مولوي عبدالله ریاض، د نیمروز د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو رئیس، پژواک خبري آژانس ته ویلي، چې دا مرستې ۶۳۴ کورنیو ته د زرنج ښار او د خاشرود، چخانسور، کنگ او چهاربرجک ولسوالیو کې ورسېدې. د نوموړي په وینا، دغه کورنۍ د یادو سیمو تر ټولو زیانپذير قشر دي.
د ورکړل شویو معلوماتو پر بنسټ، دا مرسته د افغانستان لپاره د دَنمارک کمېټې له لوري د طالبانو تر ولکې لاندې د مهاجرینو، راستنېدونکو او اقتصاد ریاستونو په همکارۍ ترسره شوې ده. هرې کورنۍ ته د غړو شمېر ته په کتو، له ۴۷۰۰ تر ۱۱۹۰۰ افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوې ده.
په همدې حال کې، یو شمېر مستفدین د دغو مرستو هرکلی کړی، خو وایي، د نیمروز په کچه د پراخو اقتصادي ستونزو او د ژوند د امکاناتو د نشتوالي له امله دا مرستې د هغوی ټولو اړتیاوو ته ځواب نه وایي. هغوی له مسؤلو بنسټونو او مرستندویه موسسو د دغو مرستو د دوام او زیاتوالي غوښتنه کړې ده.




