امنیت او پېښېمهم خبرونه
په چکوال کې د مسافرو بس دره ته لوېدلی؛ لږ تر لږه پنځه تنه مړه

د پاکستان د چکوال په سیمه کې د یوې مسافر وړونکې بس د دره سقوط له امله لږ تر لږه پنځه تنه مړه او ۲۷ نور ټپیان شوي دي. د ټپیانو له ډلې د یو شمېر روغتیايي حالت ډېر خراب بلل شوی دی. د ژغورنې د مسوولینو په وینا، دا بس له اسلاماباده د کراچۍ پر لور په حرکت کې و چې د موټر د چلوونکي د کنټرول له لاسه ورکولو له امله له سړک څخه واوښت او دره ته وغورځېد. د سیمهییزو چارواکو د معلوماتو له مخې، د ټپیانو په منځ کې اووه ښځې هم شاملې دي. د پېښې له رامنځته کېدو وروسته د ژغورنې ډلې سیمې ته رسېدلې او ټپيان یې روغتیایي مرکزونو ته لېږدولي دي. چکوال د پاکستان د پنجاب ایالت له هغو سیمو ده چې د غرنیو لارو له امله هر کال د ورته ترافیکي پېښو شاهد وي.




