د کابل په چهارآسیاب کې ۶۵ کیلو انسانۍ وېښتان وسوځول شول

د طالبانو د ادارې سترې محکمې د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د کابل د چهارآسیاب ولسوالۍ د ابتدایي محکمې په حکم، ۶۵ کیلوګرام انسانۍ وېښتان چې موندل او ضبط شوي وو، وسوځول شول. د دغې محکمې په وینا، دا اقدام د ځایي محکمې د پرېکړې پر بنسټ ترسره شوی دی.
په اعلامیه کې راغلي چې یاد مقدار وېښتان د طالبانو د امنیتي ځواکونو لهخوا پېژندل او ضبط شوي وو. د ابتدایي محکمې مسوولین وایي، د انسان وېښتانو راټولول او ساتل بې له رسمي اجازې غیرقانوني عمل دی او له ورته قضیو سره به هم په راتلونکي کې قانوني چلند وشي.
د طالبانو اداره له دې وړاندې د ښځو او نجونو د وېښتانو پلورل په ټوله افغانستان کې منع اعلان کړي دي. دا بندیز په داسې حال کې لګول شوی چې په تېرو کلونو کې، یو شمېر ښځې او نجونې، په ځانګړي ډول د بېوزلو کورنیو غړې، د ژوند د لومړنیو اړتياوو د پوره کولو لپاره اړې وې خپل وېښتان وپلوري.
د افغانستان د ښځو طبيعي وېښتان د خپل ضخامت او سلامتۍ له امله د نړيوال ښکلا صنعت په بازار کې اقتصادي ارزښت لري او معمولاً د وېښتانو د زياتولو يا طبيعي وېګونو د جوړولو لپاره کارېږي. راپورونه ښيي چې دغه وېښتان ډېری وخت د غېررسمي لارو له لارې له هېواده بهر، په ځانګړې توګه پاکستان ته، لېږدول کېدل.
منتقدان وايي د طالبانو د ادارې دا ډول قهري چلند له دې پديدې سره، پرته له دې چې اقتصادي بدیل برابر کړي، د ښځو پر ژوندانه فشار زيات کړی او د هغوی له اندک عایداتي سرچينو يوه يې تړلې ده؛ او دا موضوع يو ځل بيا د طالبانو د ادارې د ښځو د اقتصادي او ټولنيزو حقونو پر وړاندې د مسئوليت موضوع را پورته کړې ده.




