مهم خبرونهنړیوال

البرهان: جګړه به د چټکو غبرګون ځواکونو تر بشپړ وسلې خلاصېدو دوام وکړي

د سودان د حاکمیت شورا مشر عبدالفتاح البرهان ټینګار کړی چې د خارطوم حکومت به له هېڅ اوربند سره موافقه و نه کړي، تر څو چې د چټکو غبرګون ځواکونو وسلې پر ځمکه نه وي ایښې او له ټولو سیمو نه وي وتلي. د الجزیرې د راپور له مخې، البرهان وویل چې د سودان وسله‌وال ځواکونه به د کورنیو امکاناتو په مټ له هغو سره جګړه ته دوام ورکړي چې ده يې “یاغیان” بللي دي، او پوځ یوازې پر سوداني-سوداني خبرو باور لري. د هغه په وینا، جګړه به تر هغه دوام وکړي چې دا ځواکونه په بشپړ ډول وسلې و نه سپاري. د سودان د حاکمیت شورا مشر زیاته کړه چې حکومت له دې وړاندې د جده د خبرو اترو پر شرایطو موافقه کړې وه، خو د چټکو غبرګون ځواکونو د ژمنو د عملي کولو پر ځای د جګړې لاره غوره کړه. د سودان د پوځ او د چټکو غبرګون ځواکونو تر منځ جګړه د ۲۰۲۳م کال د اپریل په میاشت کې پیل شوه، هغه نښته چې د دغو ځواکونو د پوځ په جوړښت کې د ادغام د مسئلې له امله رامنځته شوه او تر اوسه یې د لسګونو زرو کسانو ژوند اخیستی او له ۱۳ میلیونو زیات خلکو ته یې د بې‎کوره کېدو لامل شوی دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button