په افغانستان کې د بریتانیا ځانګړو ځواکونو له خوا د افغان نارینهوو قصدي وژنې افشا شوې

په بریتانیا کې یوه رسمي قضایي څېړنه څرګندوي چې د دې هېواد د ځانګړو ځواکونو یو شمېر غړي د خپلو ماموریتونو پر مهال په افغانستان کې د جنګي عمر افغان نارینهیې قصداً په نښه کړي او وژلي دي؛ حتا په هغو مواردو کې چې دغه کسان هېڅ ډول ګواښ نه بلل کېدل.
د اسکای نیوز د راپور له مخې، د دې نظامي قطعې یو لوړپوړي افسر د دغو کړنو په اړه خپل جدي اندېښنې د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو له مشر سره شریکې کړي وې. خو د څېړنې موندنې ښيي چې لوړپوړي نظامي چارواکي له وړاندې خبر وو او پریکړه یې کړې وه چې دغه موضوع پټه وساتي.
دا تازه افشاګري مهمې پوښتنې راپورته کوي چې د افغانستان د جګړې په ترڅ کې د بهرنيو ځواکونو د شفافيت، حساب ورکونې او مسئوليت منلو په اړه ناببره اندېښنې را ولاړې کړي دي.
تراوسه د بریتانیا نظامي چارواکو د دغو موندنو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
تر دې مخکې هم په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو لهخوا د بشري حقونو د نقض راپورونه خپاره شوي وو، خو دا لومړی ځل دی چې یوه رسمي قضایي څېړنه د بریتانوي عسکرو د یو شمېر غړو د افغان ملکي وګړو په قصدي وژنه کې مستقيم رول تاییدوي.




