د غزې جګړې وروسته په بریتانیا کې د اسلام قبلولو کچه لوړه شوې

د بریتانیا تلګراف ورځپاڼې له یوې نوې څېړنې څخه په نقل سره راپور ورکړی چې په غزه کې خونړي پېښې، په ځانګړي ډول د اسرائیلي رژیم وروستي بریدونه، په بریتانیا کې یو شمېر وګړي دې ته هڅولي چې اسلام ومني.
د «د دین پر ژوند د اغېز» نومې اکاډمۍ (IIFL) له خوا خپره شوېدغه څېړنه ښيي چې نړیوالې نښتې او شخړې، په ځانګړې توګه د غزې جګړه، د بریتانویانو لپاره د دین د بدلون اصلي علت بلل شوی دی. د څېړنې موندنې ښيي چې ډېرو کسانو اسلام د عدالت او اخلاقي ارزښتونو پر بنسټ دین ګڼلی او هغه یې غوره کړی.
څېړونکو ویلي، شاوخوا ۲۰ سلنه ګډونوالو چې خپل دین یې اسلام ته بدل کړی، ویلي چې نړیوالې تراژیدۍ، په تېره جګړې، پر دوی ژور اغېز کړی. له ۲،۷۷۴ کسانو څخه چې خپل دین یې بدل کړی، لویه برخه یې ځوانان دي. دا ځوانان د نړۍ د خراب وضعیت او رسنیو ته د ډېرېدونکي بېباورۍ له امله خوښ نه ول.
د اسرائیلي رسنیو غبرګون له اندېښنې ډک و؛ معاریو ورځپاڼې دا پېښه «وېرونکې» بللې او د آی۲۴ ویبپاڼې دا پېښه د بریتانیا په ټولنه کې د اسلامپالنې د زیاتوالي ثبوت ګڼلې.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو اداره له سختو دیني محدودیتونو سره یولورییز او تړلی دیني فضا پر خلکو تپلې ده، یاد راپور څرګندوي چې په ځینو نورو ټولنو کې اسلام د یوه اخلاقي او د هوښیار انتخاب په توګه ګڼل شوی.




