ټولنه‌یزمهم خبرونه

بریتانیا: د افغان ښځو پر وړاندې د محدودیتونو لرې کول اړین دي

د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارد لیندسي ویلي، که چیرې افغانستان غواړي واقعي پرمختګ وکړي، نو باید د طالب چارواکو له لوري پر ښځو لګول شوي پراخ محدودیتونه لرې شي.

ښاغلي لیندسي د پنجشنبې په ورځ، د لیندۍ په شپږمه، د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو له یو شمېر ښځو سره د انلاین ناستې له لارې لیدنه وکړه، او د هغوی له اوسني ژوند، ستونزو او تجربو ځان خبر کړ. هغه په خپل ایکس (پخوانی ټویټر) اکاونټ کې په خپاره کړي پیغام کې ویلي چې د افغانستان د ښځو زغم، استقامت او مقاومت د نړۍ لپاره الهام‌بښونکی دی او باید نړیواله ټولنه یې له پامه ونه غورځوي.

طالبانو له کله چې په ۱۴۰۰ هـ ش کال کې بیا واک ته رسېدلي، پر مېرمنو یې پراخ بندیزونه لګولي دي؛ چې پکې له شپږم ټولګي پورته نجونو ته د ښوونځي دروازې تړل، او همداراز د نجونو لپاره پوهنتون ته د تګ بندیز شامل دي.

نړیوالو ادارو، چې بریتانیا هم پکې شامله ده، تل د طالبانو دغه تګلاره د بشري حقونو ښکاره نقض بللې ده.

سره له دې چې نړیوال فشارونه وار له مخه زیات شوي، خو د طالبانو اداره لا هم د خپلو پریکړو د بدلولو کومه نښه نه ده ښودلې او افغان ښځې لا هم له زده‌کړې او کار کولو محرومې دي او له سختو شرایطو سره مخ دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button