اقتصادمهم خبرونه

د ۸۴۵ مېګاواټه برېښنا د پنځو پروژو تړون له عزیزی شرکت سره لاسلیک شو

د افغانستان برېښنا شرکت (برشنا) اعلان کړی چې د ۸۴۵ مېګاواټه مجموعي تولید ظرفیت لرونکو پنځو لویو برېښنايي پروژو د پلي کولو تړون له عزیزی شرکت سره لاسلیک شوی دی؛ دا هغه پروژې دي چې د چارواکو په وینا، د هېواد د وارداتي برېښنا له حجم سره برابرې دي.

ملا عبدالحق همکار، د برشنا شرکت رئیس، د دغو تړونونو د لاسلیک مراسمو پر مهال وویل چې دا پروژې به هر کال شاوخوا ۳.۷ میلیونه مېګاواټه ساعت برېښنا تولید کړي. نوموړي زیاته کړه چې د دغو پروژو عملي کېدل کولای شي د افغانستان د وارداتي برېښنا پر وابستګۍ یو څه اغېز وکړي.

د وړاندې شوو معلوماتو له مخې، دا پروژې د کابل په نغلو کې د ۱۰۰ مېګاواټه لمرین برېښنا، د پروان ولایت د باریکاب په سیمه کې د ۱۰۰ مېګاواټه لمرین برېښنا، او د غزني په ولایت کې د ۱۳۰ مېګاواټه لمرین برېښنا تولید پروژې شاملوي. همدارنګه، د ډبرو سکرو په وسیله د حرارتي برېښنا دوه پروژې هم پکې شاملې دي؛ یوه یې د بغلان په ولایت کې د ۳۵۰ مېګاواټه ظرفیت لري او بله یې د تخار ولایت د ۱۶۵ مېګاواټه ظرفیت لري.

د دغو ټولو پروژو ټول ارزښت شاوخوا ۴۶۳ میلیونه ډالره اعلان شوی او ټاکل شوې چې د عزیزی شرکت لخوا تمویل او عملي شي. د چارواکو په وینا، د لمرین برېښنا پروژې به په دوو کلونو کې او د ډبرو سکرو حرارتي پروژې به په راتلونکو دوو نیمو کلونو کې بشپړې شي.

په داسې حال کې چې د طالبانو اداره دغه تړونونه د انرژۍ په برخه کې د ځانبسیا په لور یو مهم ګام بولي، کارپوهان بیا د تړونونو د شفافیت، د ډبرو سکرو پروژو کې د چاپېریالي معیارونو رعایت او د دقیق نظارت پر اړتیا ټینګار کوي؛ هغه مسلې چې په وروستیو کلونو کې د هېواد د انرژۍ په سکتور کې جدي ننګونې ګڼل شوي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button