برشنا له ترکي شرکت سره د نوې انرژۍ د پانګونې په اړه خبرې کړي

د برشنا شرکت ويلي چې د دې شرکت عمومي اجرائیوي رئيس ډاکټر عبدالباري عمر له ترکي شرکت «تیکنیلیګوس» له استازو سره د تجدیدپذیرې برېښنا د پروژو په پانګونه او د برېښنا تاسيساتو د پراختیا په اړه خبرې اترې کړي دي.
د برشنا د معلوماتو له مخې، ښاغلي عمر په دې ليدنه کې ويلي چې اوس مهال د شفاف حکومتدارۍ فضا د پانګونې لپاره برابره شوې او لازمې زمینې د بېلابېلو سرچینو څخه د برېښنا د تولید او اړونده زېربناوو د جوړولو لپاره چمتو دي. د هغه په وینا، دغه شرایط کولای شي د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره د اعتماد سبب شي.
د برشنا عمومي اجرائیوي رئيس همدارنګه زیاته کړې چې د ملي او نړيوالو پانګونو کچه په افغانستان کې د زياتېدو په حال کې ده او له پانګوالو یې غوښتي چې د برېښنا د تولید او اړونده پروژو په برخه کې فعاله ونډه واخلي.
په همدې مهال، د ترکي شرکت «تیکنیلیګوس» مسوولانو هم د برېښنا د تولید، د برېښنا د تاسیساتو د جوړولو او اړونده ټکنالوژیو د کارونې په برخه کې خپله لېوالتیا څرګنده کړې ده.
برشنا شرکت همدارنګه يادونه کړې چې د پانګونې د فرصتونو د معرفۍ او د پانګوالو د ملاتړ لپاره د دوو سترو کنفرانسونو وروسته، د کورنیو او نړيوالو پانګوالو توجه د افغانستان د انرژۍ بېلابېلو برخو ته زياته شوې ده.




