اقتصادمهم خبرونه

د برشنا شرکت د سوېډن له IFS شرکت سره د مصنوعي ځيرکتيا په سافټويرونو خبرې کړې

د برشنا شرکت ويلي، له سوېډني شرکت «IFS» سره په يوه انلاين ناسته کې د مصنوعي ځيرکتيا پر بنسټ د سافټويرونو او ډيجيټلي خدمتونو د پراختيا په اړه خبرې شوې دي. دغه ناسته د تخنيکي همکاريو د امکانونو د ارزونې او د برېښنا په سکتور کې د مديريتي سيستمونو د پياوړتيا په موخه ترسره شوې ده.

ملا عبدالحق همکار، د برشنا شرکت اجرائيوي رئيس، په دې ناسته کې ويلي چې د هوښيارو سيستمونو کارول کولای شي د برېښنا د خدمتونو په وړاندې کولو کې شفافيت زيات کړي او د مصرفوونکو د قناعت کچه لوړه کړي. د ده په وينا، د نويو ټکنالوژيو کارونه د شبکې د مديريت بهير او د تخنيکي ستونزو د حل بهير اغېزمنولی شي.

په همدې مهال، اندريو سدرلند، د IFS شرکت استازي، د مصنوعي ځيرکتيا پر بنسټ د برېښنا او صنعت په برخو کې د سافټويرونو په اړه معلومات وړاندې کړي او د دې شرکت تجربې يې د خدمتونو د ډيجيټلي کولو په برخه کې تشريح کړې دي. IFS له هغو فعالو شرکتونو څخه دی چې د صنعتي خدمتونو او شتمنۍ د مديريت لپاره د سافټويري حللارو په برخه کې کار کوي.

دا ناسته په داسې حال کې جوړيږي چې د افغانستان د برېښنا سکتور په وروستيو کلونو کې د مديريت، شفافيت او د خدمتونو د وړاندې کولو له جدي ننګونو سره مخ دی. که څه هم د طالبانو اداره د خدمتونو د ښه والي خبره کوي، خو د يو شمېر ولايتونو اوسېدونکي لا هم د برېښنا له کموالي او د خدمتونو له ناهماهنګۍ شکايت لري. تخنيکي همکارۍ او د نويو ټکنالوژيو کارونه هغه وخت ګټور تمامېدلی شي چې له يوې شفافې او ځواب‌وېونکي مديريت سره يوځای شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button