جانسن: له افغانستانه وتل پوتین لا زړور کړ

د برتانیې پخواني لومړي وزیر، بوریس جانسن، ویلي چې د امریکا او برتانیې ځواکونو وتل له افغانستانه، ولادیمیر پوتین ته د اوکراین د برید لپاره لا ډېر زړورتیا ورکړه. نوموړي ټینګار وکړ چې مسکو د افغانستان تر پېښو وروسته د لوېدیځو هیوادونو کمزوري برداشت کړه، او دا برداشت د کرملین په پرېکړه کې چې په فبرورۍ ۲۰۲۲ کې پراخ یرغل پيل کړي، بېاغېزې نه وه.
جانسن د بي بي سي په مرکه کې، د اوکراین د جګړې د څلورمې کلیزې له نیټې سره هممهال، زیاته کړه چې د لوېدیځو هیوادونو ناکامي د ۲۰۱۴ کال له کریمیې وروسته د کیف د پیاوړې ملاتړ په برخه کې، د اوسني جنګ له مهمو عواملو څخه یوه ګڼل کېږي. د هغه په وینا، د نړیوالې ټولنې بېپروايي د سوریې د کیمیاوي وسلو د کارونې پر وړاندې هم د کرملین پر محاسباتو اغېز کړی.
د برتانیې پخواني لومړي وزیر وړاندیز وکړ چې لندن او اروپایي متحدین یې باید بېځنډه غیر جنګي ځواکونه اوکراین ته واستوي. د هغه په باور، د دغو ځواکونو شتون به دا څرګنده کړي چې د لوېدیځو هیوادونو ژمنه د اوکراین د ازادۍ او خپلواکۍ په ملاتړ کې عملي ده. جانسن څرګنده کړه چې دغه ځواکونه به د جنګ کولو رول و نه لري.
اوس مهال، د «رضاکارانو ایتلاف» د احتمالي ځواکونو د استولو طرحې ارزوي. د دې پلان له مخې، ځواکونه به یوازې هغه وخت ځای پر ځای شي چې د جګړې د پای تړون وشي، او د اوربند د څارنې لپاره به ولېږل شي.
جانسن وویل: «زه دلیل نه وینم چې ولې به موږ هلته د سولې لپاره ځمکني ځواکونه ونه لېږو، څو له ازادې او خپلواکې اوکراین سره خپل اساسي او قانوني ملاتړ څرګند کړو.» هغه ټینګار وکړ چې باید پوتین ته اجازه ور نه کړل شي چې خپلې شرطونه په اوکراین او د هغې متحدینو وتپي.
په دې حال کې، د لوېدیځو هېوادونو پوځيان له دې چې د داسې پلانونو جزییات په علني ډول وڅیړي، ډډه کوي، ځکه وېره لري چې مسکو به دا چاره د کړکېچ د زیاتېدو په توګه تعبیر کړي. پوتین په تېر سپتمبر کې د اوکراین لپاره د سولې د ساتنې ځواک جوړېدو وړاندیز رد کړی او ویلي یې وو چې هر لېږل شوی ځواک به یو «مشروع هدف» وي.
د جانسن د څرګندونو په غبرګون کې، د برتانیې د دفاع وزارت وویل چې د دغه هېواد حکومت لا هم له رضاکار ایتلاف سره د دې لپاره همکاري کوي چې د اوربند له ټينګېدو وروسته د ځواکونو د استولو لپاره چمتووالی ونيسي. وزارت په یوه اعلامیه کې ټینګار وکړ چې د برتانیې تر مشرۍ لاندې څو هېوادیز ځواک کولای شي د اوکراین د دايمي سولې په ټينګښت کې مرسته وکړي، او له جګړې وروسته به د برتانیې ځواکونه هلته ځای پر ځای شي.




