امنیت او پېښېمهم خبرونه
په خوست کې د افغانستان او پاکستان ځواکونو تر منځ نښته شوې

د طالبانو د ادارې د خوست ولایت ویاند ویلي چې څو شېبې وړاندې د پاکستاني ځواکونو د ګربز ولسوالۍ د بریخیلو سیمې برخې د توپونو له بریدونو لاندې راوستې دي. د ده په وینا، دا بریدونه د سیمې د اوسېدونکو پر کورونو شوي دي.
مستغفر ګربز رسنیو ته ویلي چې د دې اقدام په ځواب کې د افغانستان ځواکونو د پاکستان پوځي پوستې په غلامخان سیمه کې په «دقیق ډول» په نښه کړې دي. هغه ټینګار کړی چې د مقابل لوري یوه پوځي کلا په دې برید کې لګیدلې ده.
تر اوسه د دې نښتې د احتمالي تلفاتو یا زیانونو په اړه جزییات نه دي خپاره شوي. د خوست پولهیزې سیمې، په ځانګړي ډول د ګربز ولسوالۍ او د غلامخان لاره، له پخوا د دواړو لورو ترمنځ د ورته ترینګلتیاوو او نښتو شاهدې پاتې شوي دي.




