د استرالیا بونډای کې پر یهودیانو مرګونی برید له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی

د استرالیا د سیدني ښار په بونډای ساحل کې د مرګوني برید په پایله کې چې موخه یې د یهودیانو ټولنه وه، څو اسلامي هېوادونو دا پېښه په رسمي توګه وغندله.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې دوی په سیدني کې ترهګریز برید چې له املهیې یو شمېر کسان وژل شوي او ټپیان دي، په کلکه غندي. دغه اعلامیه د ملکیانو پر وړاندې د هر ډول تاوتریخوالي مخالفت ته ټینګار کړی دی.
متحده عربي امارات، ترکیه، قطر او ایران اسلامي جمهوریت هم دا برید جلا جلا غندلی او له قربانیانو سرهیې خپل خواخوږي څرګند کړي دي. دا غبرګونونه د دې هېوادونو د تاوتریخوالي ضد رسمي دریځونو په رڼا کې مطرح شوي دي.
د اسټرالیا د نیو ساوت ویلز ایالت پولیسو ویلي چې د برید د وژل شوو شمېره ۱۶ تنو ته لوړه شوې او تحقیقات لا هم روان دي. سره له دې چې نړیوال غبرګونونه پراخ دي، خو طالبان ادارې تر د دې خبر تر خپرېدو پورې په دې اړه کوم دریځ نهدی نیولی؛ چې دا چپتیا یو ځل بیا د طالبانو د دریځ او نړیوالو تاوتریخوالو ته د دوی د چلند په اړه پوښتنې راولاړې کړي دي.




