مهم خبرونهنړیوال

په جنوبي وزیرستان کې چاودنې يو دولتي ښوونځی له منځه یووړ

د خیبر پښتونخوا د پولیسو چارواکي وايي، ناپېژندل شوو وسله والو د جنوبي وزیرستان په سیمه کې يو دولتي منځنی ښوونځی د چاودېدونکو توکو په وسیله له منځه يووړی دی. د دغه برید له امله د یادې تعلیمي ادارې ودانۍ په بشپړ ډول ویجاړه شوې ده.

د سيمې د پوليسو په وینا، دا پېښه د برمل په سیمه کې، په يو ځای چې «شریف خان کوټ» نومېږي، رامنځته شوې ده. د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، بریدګرانو لومړی د هلکانو د ښوونځي ودانۍ ته اور ور پورې کړی او وروسته یې د چاودېدونکو توکو په کارولو هدف ګرځولې ده.

پولیس زیاتوي چې د چاودنې زور دومره قوي و، چې د ښوونځي ودانۍ په بشپړ ډول له خاورو سره خاورې شوې ده. تر دې دمه هېڅ یوې ډلې د دغه برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

جنوبي او همدارنګه شمالي وزیرستان په وروستیو کلونو کې د تعلیمي تاسيساتو پر ضد د پرله‌پسې بریدونو شاهدان پاتې شوي دي. د ښوونځیو، په ځانګړي ډول د نجونو د ښوونځیو هدف ګرځول، په دغو سیمو کې له جدي امنیتي ننګونو څخه ګڼل کېږي او د زده‌کړې پر وړاندې د دوامدارو ګواښونو په اړه اندېښنې زیاتې کړي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button