د بولیوې محکمه د پخواني ولسمشر لوئیس آرسې د نیولو حکم صادر کړی

د بولیوې پلازمېنه لاپاز کې یوې محکمې د دې هېواد پخواني ولسمشر لوئیس آرسې لپاره د پنځه میاشتنۍ موقتي توقیف حکم صادر کړی دی. دغه پرېکړه وروسته له هغه شوې چې د بولیوې لویې څارنوالۍ د آرسې د هېواد نه د وتلو د مخنیوي غوښتنه وکړه.
د قضیې قاضي، المر لائورا، آرسه په رسمي دندو کې د کوتاهۍ او دولت ته د زیان رسولو په تور تورن کړی دی. خو آرسه دا ټول تورونه رد کړي او د ده پر وړاندې روانې قضیې ته یې د یوه سیاسي حرکت برخه ویل دي.
د آرسې مدافع وکیلانو مخکې له دې د هغه د موقتي آزادۍ غوښتنه کړې وه، چې د سرطاني ناروغۍ له امله یې د روغتیايي وضعیت او همداراز د خپلې زړې مور د پالنې مسؤلیت ته په کتو سره ترې غوښتنه شوې وه، خو محکمه دا غوښتنه ونه منله. د وروستي حکم له مخې، آرسه به خپله توقیفي موده د لاپاز ښار په یوه زندان کې تېروي.
لوئیس آرسه د بولیوې د کیڼ اړخه سیاستوالو له مهمو څېرو څخه ګڼل کېږي، چې له نوومبر ۲۰۲۰ څخه تر نوومبر ۲۰۲۵ پورې یې د ولسمشرۍ دندې پر غاړه لرلې. د هغه نیول چې د مالي فساد تر تورونو لاندې ترسره شوي، د سیاسي او ټولنیزو ډلو ترمنځ پراخ غبرګونونه راپارولي دي او ځینې شنونکي دا د بولیوې په سیاسي ډګر کې د زیاتېدونکو کړکیچونو نښه بولي.




