روغتيا

په هېواد کې د بخاري دیګونو د تولید پر بهیر څارنه پیل شوه

د معیار او کیفیت ادارې اعلان کړی چې په هېواد کې د بخاري دیګونو او المونیمي محصولاتو د تولید پر بهیر د څارنې او ارزونې لړۍ یې پیل کړې ده. دا اقدام، د یادې ادارې په وینا، د شفافیت د تامین، د خلکو د روغتیا د خوندیتوب او د معیاري‌کولو د فرهنګ د پياوړتیا په موخه ترسره کېږي.

د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، د یادې ادارې د اوزان او مقیاس ریاست د خپلو منظم او دوامدارو نظارتي پروګرامونو په چوکاټ کې لږ تر لږه دوه تولیدي شرکتونه د ټاکل شوو معیارونو د پلي کېدو او د اوزان او مقیاس د اصولو د مراعت له پلوه هر اړخیز ارزولي دي.

د دغو څارنو پر مهال، د بخاري دیګونو کیمیاوي ترکیبونه او کارېدونکي مواد په دقیقه توګه ارزول شوي دي. د مسوولینو په وینا، که لازم معیارونه پرې عملي نه شي، نو دا موضوع د خلکو د روغتیا لپاره جدي ګواښ رامنځته کولی شي.

همدارنګه د معیار او کیفیت ادارې ویلي چې هغه فابریکې چې غیرمعیاري فعالیتونه یې درلودل، د نافذه اصولو له مخې تړل شوې دي او ټینګار یې کړی چې دا نظارتي بهیر به په جدي، منظم او دوامداره ډول روان وي.

یاده اداره، د هېواد په کچه د منل شوو اصولو او معیارونو د تطبیق ژمنه څرګنده کړې ده او ډاډ یې ورکړی چې شفاف، د عدالت پر بنسټ او معیاري خدمتونه به د دې ادارې د کار لومړیتوب وي. دغه موضوع، د اوسني وضعیت له مخې، د طالبانو تر ادارې لاندې اړوندو بنسټونو له خوا د خپلواکې څارنې او لا زیات حساب ورکونې غوښتنه کوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button