مهم خبرونهنړیوال

بلومبرګ: د قطر د پاتریوت توغنديو زېرمې کمې شوې دي

يو لوېديځ رسنۍ راپور ورکړی چې د قطر د پاتريوت دفاعي توغنديو زېرمې په څرګنده توګه کمې شوې او يوازې د څلورو نورو ورځو لپاره کفايت کوي. دا موضوع د پټو اسنادو پر بنسټ راپور شوې چې بلومبرګ ورته لاسرسی موندلی دی.

د راپور له مخې، هغه پاتريوت سيستمونه چې د توغنديو د بريدونو د شنډولو لپاره کارېږي، دا مهال له محدودو زېرمو سره مخ دي. د بلومبرګ د باخبره سرچينو په وينا، دا حالت کولای شي د قطر هوايي دفاعي وړتيا د احتمالي ګواښونو پر وړاندې له ستونزو سره مخ کړي.

په ورته وخت کې، راپور زياتوي چې قطر او د متحدو عربي اماراتو چارواکي هڅه کوي خپله دفاعي ظرفيتونه پياوړي کړي. د دغو سرچينو په وينا، دوحه د ډرون بريدونو د مخنيوي لپاره هم د مرستې غوښتنه کړې ده.

خو د قطر چارواکو خپور شوی راپور رد کړی او ويلي يې دي چې د پاتريوت سيستمونو د زېرمو د سخت کمښت ادعا ناسمه ده. تر اوسه رسمي سرچينو د دې موضوع په اړه نور جزئيات نه دي وړاندې کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button