مهم خبرونهنړیوال

په هند کې د یوې ښځینه ډاکټر د نقاب سپکول سخت غبرګونونه راپارولي

د هند د بیهار ایالت وزیر اعلی نیتیش کومار د سه‌شنبې په ورځ د فراغت یوې غونډې پر مهال د یوې ښځینه ډاکټر نقاب یا حجاب ښکته کړ، چې دا کار د هند له اپوزیسیون ګوندونو او یو شمېر سیاسي چارواکو سخت غبرګونونه راوپارول.

په ټولنیزو رسنیو کې له دې پېښې څخه خپور شوی ویډیو په پراخه توګه لاس په لاس کېږي او ښيي، چې د نقاب ښکته کولو پر مهال ځینې حاضرین خاندي. وروسته بیا دوه نارینه کسان، چې یو تن یې د بیهار د کورنیو چارو وزیر معرفي شوی، هڅه کوي نیتیش کومار له دې کار څخه منع کړي.

د هند کانګرس ګوند دا کړنه “خبیثانه” بللې او د نیتیش کومار استعفا يې غوښتې. همداراز، د لالو پراساد یاداو په مشرۍ حزب، چې پخوا يې د بیهار مشري کړې، ویلي چې ګوري ایا د وزیر اعلی دا رفتار د هغه د رواني روغتیا پر خرابوالي دلالت کوي که نه.

د جمو او کشمیر پخواني وزیر اعلی عمر عبدالله هم په ښکاره توګه دا کړنه غندلې ده. هغه خبریالانو ته ویلي، چې د یوې مسلمانې ښځې حجاب یا نقاب لرې کول هېڅ شرایطو کې د منلو وړ نه‌دي. نوموړي زیاته کړې، که وزیر اعلی نه غوښتل اسناد ورکړي، کولی یې شي نادیده يې ونیسي، نه دا چې څوک د خلکو پر وړاندې بې‌عزته کړي. عبدالله ویلي، دا پېښه د نیتیش کومار یو نوی انځور وړاندې کوي؛ هغه مشر چې پخوا به یې د یو سکولار او تعقلي شخصیت په توګه پیژندنه کېده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button