مهم خبرونهنړیوال

د بی‌بی‌سي عربي راپور: د ټرمپ محبوبیت راټیټ شوی دی

د بی‌بی‌سي عربي په یوه راپور کې ویل شوي چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ګډې کانګرس ناستې پر مهال د هغه د وینا او د «اقتصادي لاسته راوړنو» پر ټینګار سربېره، د نظرپوښتنو پایلې ښيي چې د خلکو رضایت د هغه له کار څخه کم شوی دی.

د راپور له مخې، ټرمپ په خپله وینا کې څو اقتصادي بریاوې یادې کړې؛ خو نوې موندنې څرګندوي چې د امریکا د ډېرو وګړو له نظره د هغه اقتصادي مدیریت د قناعت وړ نه دی. دا په داسې حال کې ده چې اقتصاد د ټرمپ د انتخاباتي مبارزې او سیاسي ژمنو یو له اساسي برخو څخه بلل کېږي.

د کانزاس پوهنتون استاد، رابرټ رولند، ویلي چې د لاسته راوړنو یادول او د منتقدانو نیوکه کول د ټرمپ د معمول چلند برخه ده. د هغه په وینا، په ګډه ناسته کې د ولسمشر وینا عموماً یوه موقع ده چې ولسمشران ورسره خپله محبوبیت زیات کړي او د راتلونکي لپاره روښانه پلانونه وړاندې کړي.

راپور زیاتوي چې د ټرمپ د مهاجرت سیاستونه هم له سختو نیوکو سره مخ دي، او د نظرپوښتنو له مخې ډېری خلک اوسنی لوری مناسب نه ګڼي. سربېره پر دې، د امریکا سترې محکمې تېر جمعه اعلان وکړ چې د ټرمپ له خوا لګول شوي ځینې تعرفې غیرقانوني دي؛ هغه پرېکړه چې د څارونکو په باور، د امریکا د سوداګریزو تګلارو د مدیریت په اړه پوښتنې راپورته کړې دي.

ټرمپ چې له سپینې ماڼۍ ته له بېرته ستنېدو وروسته یې د اقتصاد او مهاجرت په برخه کې پراخې ژمنې کړې وې، د بی‌بی‌سي عربي راپور ښيي چې د ده دریځ په دواړو برخو کې د ولسمشرۍ د نوې دورې له پیل راهیسې کمزوری شوی او دا حالت د هغه پر ولسي محبوبیت اغېز کړی دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button